دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 287480
د ترکیې په سواحلو کې د کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ۲۲ تنه مړه شوي دي
ترکي چارواکو اعلان کړی، چې د دغه هېواد ساحل ته څېرمه د کډوالو د کښتۍ د ډوبېدو په پایله کې ۲۲ کډوال په سمندر کې ډوب شوي او مړه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: ترکي چارواکو اعلان کړی چې د ترکیې په سواحلو کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله د څلورو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۲ تنه کډوال مړه شوي دي.

د ترکيې په شمال لوېديځ کې چارواکي وايي، د دغو مهاجرو کښتۍ د "چناق‌قلعه" په څنډو کې ډوبه شوې ده.

د ترکيې د چارواکو په خبره، دوه تنه مهاجر ژغورل شوي او دوه نور په لامبو وهلو توانېدلي دي.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې د ډوبېدو پر مهال په دې کشتۍ کې څومره کسان سپاره وو. ساحلي ګارد په سیمه کې پلټنې ته دوام ورکوي.
https://avapress.com/vdcevf8w7jh8vei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته