کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ترکیې په سواحلو کې د کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ۲۲ تنه مړه شوي دي

27 حوت 1402 ساعت 11:02

ترکي چارواکو اعلان کړی، چې د دغه هېواد ساحل ته څېرمه د کډوالو د کښتۍ د ډوبېدو په پایله کې ۲۲ کډوال په سمندر کې ډوب شوي او مړه شوي دي.


آوا: ترکي چارواکو اعلان کړی چې د ترکیې په سواحلو کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله د څلورو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۲ تنه کډوال مړه شوي دي.

د ترکيې په شمال لوېديځ کې چارواکي وايي، د دغو مهاجرو کښتۍ د "چناق‌قلعه" په څنډو کې ډوبه شوې ده.

د ترکيې د چارواکو په خبره، دوه تنه مهاجر ژغورل شوي او دوه نور په لامبو وهلو توانېدلي دي.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې د ډوبېدو پر مهال په دې کشتۍ کې څومره کسان سپاره وو. ساحلي ګارد په سیمه کې پلټنې ته دوام ورکوي.


د مطلب کود: 287480

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287480/د-ترکیې-په-سواحلو-کې-کډوالو-کښتۍ-ډوبیدو-له-امله-۲۲-تنه-مړه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com