افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات ولایت ویاند مولوی نثار احمد الیاس وایی، د هرات - تورغونډی له لارې پرته د دغه ولایت ټولې لویې لارې د ترافیکو پر مخ خلاصې دی.
هغه زياته کړه، چې د فوايد عامې رييس له خپلو منسوبينو سره د تورغونډۍ لويې لارې د بغرچر په بند کې شتون لري او ښايي په څو ساعتونو کې دغه سړک بېرته ورغول شي.
د ولایت مقام ویاند د هرات له ښاریانو هم وغوښتل، چې د برېښنا په مصرف کې د امکان تر حده سپما وکړي، څو د برېښنا د پرې کېدو مخه ونیول شي.
په همدې حال کې د هرات د فوايد عامې رييس وايي چې د هرات د رباط سنګي ولسوالۍ د بغرچر په بند کې د واورو له ورېدو سره سخت طوفان روان دى.
د هغه په وينا، اوسمهال له يادې لارې هر ډول تګ راتګ خطرناک دى او د هرات ښاريان بايد په دې اړه لازم تدابير ونيسي.