دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۹
د مطلب کود : 286494
د افغانستان د ملي موزیم د غني کولو لپاره د جاپان چمتووالی 
د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغو وزارتونو مرستیال عتیق الله عزیزي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره د لیدنې خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې دغه هیواد د افغانستان ملي موزیم بډایه کولو لپاره له اسلامي امارت سره همکاري کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په یوه خبرپاڼه کې چې د حوت په ۶مه، د دغه وزارت له خوا د عتیق الله عزیزي له قوله خپره شوې، راغلي چې په ملي موزیم کې د بېلابېلو دورونو تاریخي اثار شته، خو د ساتنې لپاره یې کافي اسانتیاوې نشته.
 
نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د جاپان له سفير سره په کتنه کې وکړې او د جاپان له سفير څخه يې وغوښتل چې د افغانستان د ملي موزيم د بډاينې او په هېواد کې د نوې ودانۍ په جوړولو کې همکاري وکړي.
 
د افغانستان د ملي موزیم رئیس صبغت الله عابد چې په دې غونډه کې یې حضور درلود، وویل چې د ملي موزیم د تجهیز لپاره د جاپان همکاري او مرسته اړینه ده.
 
  خبرپاڼه په دې کتنه کې د جاپان د سفير له خولې ليکي او زياته کړې يې ده، چې جاپان په عملي توګه د افغانستان د تاريخي ابداتو د ساتنې لپاره خپل فعاليتونه پيل کړي او په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد کارپوهان او لرغونپوهان له افغانستان څخه ليدنه وکړي.
 
په کابل کې د افغانستان د ملي موزیم اوسنۍ بیا رغونه دوه پوړونه لري او تر ۱۹۹۲ کال پورې د بېلابېلو زمانو شاوخوا سل زره لرغوني اثار پکې ځای پر ځای شوي وو.
https://avapress.com/vdci3qar5t1av52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته