کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د ملي موزیم د غني کولو لپاره د جاپان چمتووالی 

7 حوت 1402 ساعت 12:39

د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغو وزارتونو مرستیال عتیق الله عزیزي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره د لیدنې خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې دغه هیواد د افغانستان ملي موزیم بډایه کولو لپاره له اسلامي امارت سره همکاري کوي.


آوا - کابل: په یوه خبرپاڼه کې چې د حوت په ۶مه، د دغه وزارت له خوا د عتیق الله عزیزي له قوله خپره شوې، راغلي چې په ملي موزیم کې د بېلابېلو دورونو تاریخي اثار شته، خو د ساتنې لپاره یې کافي اسانتیاوې نشته.
 
نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د جاپان له سفير سره په کتنه کې وکړې او د جاپان له سفير څخه يې وغوښتل چې د افغانستان د ملي موزيم د بډاينې او په هېواد کې د نوې ودانۍ په جوړولو کې همکاري وکړي.
 
د افغانستان د ملي موزیم رئیس صبغت الله عابد چې په دې غونډه کې یې حضور درلود، وویل چې د ملي موزیم د تجهیز لپاره د جاپان همکاري او مرسته اړینه ده.
 
  خبرپاڼه په دې کتنه کې د جاپان د سفير له خولې ليکي او زياته کړې يې ده، چې جاپان په عملي توګه د افغانستان د تاريخي ابداتو د ساتنې لپاره خپل فعاليتونه پيل کړي او په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد کارپوهان او لرغونپوهان له افغانستان څخه ليدنه وکړي.
 
په کابل کې د افغانستان د ملي موزیم اوسنۍ بیا رغونه دوه پوړونه لري او تر ۱۹۹۲ کال پورې د بېلابېلو زمانو شاوخوا سل زره لرغوني اثار پکې ځای پر ځای شوي وو.


د مطلب کود: 286494

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286494/د-افغانستان-ملي-موزیم-غني-کولو-لپاره-جاپان-چمتووالی

آوا
  https://www.avapress.com