دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 286235
ترکیې د ازمیر په ښار کې د ۴۲ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړ
ترکي رسنیو ویلي، چې د ترکیې ساحلي ګارډ د ازمیر په ښار کې د ۱۵ ماشومانو په ګډون ۴۲ افغان کډوال نیولي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د ترکیې ساحلي ګارد وايي، په یوه کښتۍ کې یې تر ۴۰ ډېر افغان کډوال پېژندلي او نیولي دي.

نیول شوي پناه غوښتونکي په ازمیر کې د بهرنیو اتباعو د راستنیدو مرکز ته لیږدول شوي

د ساحل ساتونکو قوماندې ټیمونو د ازمیر ښار په ډیکیلي سیمه کې په یوه پلاستیکي کښتۍ کې د "غیرقانوني" پناه غوښتونکو د یوې ډلې له پیژندلو وروسته اقدام وکړ.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې په ۲۰۲۳ کال کې ۶۸ زره او ۶۸۷ افغان کډوال نیول شوي او ډېری یې شړل شوي دي.
https://avapress.com/vdcbf0b5srhbw5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته