کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترکیې د ازمیر په ښار کې د ۴۲ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړ

2 حوت 1402 ساعت 12:35

ترکي رسنیو ویلي، چې د ترکیې ساحلي ګارډ د ازمیر په ښار کې د ۱۵ ماشومانو په ګډون ۴۲ افغان کډوال نیولي دي.


آوا: د ترکیې ساحلي ګارد وايي، په یوه کښتۍ کې یې تر ۴۰ ډېر افغان کډوال پېژندلي او نیولي دي.

نیول شوي پناه غوښتونکي په ازمیر کې د بهرنیو اتباعو د راستنیدو مرکز ته لیږدول شوي

د ساحل ساتونکو قوماندې ټیمونو د ازمیر ښار په ډیکیلي سیمه کې په یوه پلاستیکي کښتۍ کې د "غیرقانوني" پناه غوښتونکو د یوې ډلې له پیژندلو وروسته اقدام وکړ.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې په ۲۰۲۳ کال کې ۶۸ زره او ۶۸۷ افغان کډوال نیول شوي او ډېری یې شړل شوي دي.


د مطلب کود: 286235

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286235/ترکیې-د-ازمیر-په-ښار-کې-۴۲-افغان-کډوالو-نیولو-خبر-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com