دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۴۳
د مطلب کود : 286188
دولتي طبي انستیتیوتونو ته د دولسم ټولګي د ښځینه فارغانو د ګمارلو بهیر پیل شو
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د دولتي طبي موسسو لپاره د دولسم ټولګي د ښځینه فارغانو د جذب بهیر پیل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په کاپیسا، پروان، پنجشیر، میدان وردک، غزني، پکتیکا، لوګر، خوست، بدخشان، بامیان او پکتیا کې دولتي طبي موسسو ته د دولسم ټولګي د نجونو د استخدام بهیر پیل شوی دی.

د باخترآژانس د خبر له مخې، د عامې روغتيا وزارت د يادو ولايتونو د عامې روغتيا رياستونو ته د يوه مکتوب په ليږلو سره هغوى ته لارښوونه کړې ده چې په روغتيايي موسسو کې د دولسم ټولګيو د ښځينه فارغانو د ګومارنې بهير پيل کړي.

په ورته وخت کې، خصوصي طبي موسسو ته د دولسم ټولګي د ښځینه فارغانو د ګمارلو بهیر لا نه دی اعلان شوی.
https://avapress.com/vdcivqarvt1avz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته