کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دولتي طبي انستیتیوتونو ته د دولسم ټولګي د ښځینه فارغانو د ګمارلو بهیر پیل شو

1 حوت 1402 ساعت 15:43

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د دولتي طبي موسسو لپاره د دولسم ټولګي د ښځینه فارغانو د جذب بهیر پیل شوی دی.


آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په کاپیسا، پروان، پنجشیر، میدان وردک، غزني، پکتیکا، لوګر، خوست، بدخشان، بامیان او پکتیا کې دولتي طبي موسسو ته د دولسم ټولګي د نجونو د استخدام بهیر پیل شوی دی.

د باخترآژانس د خبر له مخې، د عامې روغتيا وزارت د يادو ولايتونو د عامې روغتيا رياستونو ته د يوه مکتوب په ليږلو سره هغوى ته لارښوونه کړې ده چې په روغتيايي موسسو کې د دولسم ټولګيو د ښځينه فارغانو د ګومارنې بهير پيل کړي.

په ورته وخت کې، خصوصي طبي موسسو ته د دولسم ټولګي د ښځینه فارغانو د ګمارلو بهیر لا نه دی اعلان شوی.


د مطلب کود: 286188

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286188/دولتي-طبي-انستیتیوتونو-ته-د-دولسم-ټولګي-ښځینه-فارغانو-ګمارلو-بهیر-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com