دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۳
د مطلب کود : 285894
د هېواد ګمرکونه به په الکترونیکي سکینرونو سمبال شي/ په ګمرکونو کې فساد صفر ته راښکته شوی
د مالیې وزارت چارواکي وايي، په ۱۲ ګمرکونو کې د الکترونیکي سکینرونو د نصبولو طرحه د اقتصادي کمېسیون له لوري تصویب شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل د چهارشنبې په ورځ (د دلوې ۲۵مه) د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې د ۸ میلیارد افغانیو په ارزښت دغه سکینرونه به د هېواد په ګمرکونو کې نصب شي.

حقمل زياته کړه، چې د دغو سکنرونو له نصبولو يې موخه په ګمرکونو کې د معياري خدمتونو وړاندې کول، د فساد مخنيوى، په ګمرکونو کې د شفافيت، سرعت او موثريت رامنځته کول دي.

هغه زياته کړه، د برېښنايي سکنرونو په نصبولو سره د ګمرک عوايد په شفافه، دقيقه او چټکه توګه راټولېږي او د ممنوعه توکو د قاچاق مخه هم نيول کېږي.

د حقمل د څرګندونو پر بنسټ؛ ټاکل شوې چې دغه پروژه په دوو کلونو کې بشپړه شي او د هېواد دوه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

حقمل همداراز وویل چې د دغه وزارت په ادارو کې د فساد کچه صفر ته رسېدلې ده او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال له اداري فساد سره مبارزه د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه ده او د مالیې وزارت رهبري به یې په ښه توګه عملي کوي. په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت د جمهوري ریاست په پرتله له اداري فساد سره په مبارزه کې ډیر بریالی دی.

د اقتصادي چارو کارپوه محمد نبي افغان د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل چې د تېر کال د ګمرکونو د عوايدو راټولول وښودله چې اسلامي امارت د تېر حکومت په پرتله د روڼتيا په رامنځته کولو او له فساد سره په مبارزه کې زيات بريالی شوی دی.

هغه زیاته کړه، په تېرو شلو کلونو کې حکومت نه دی توانېدلی، چې له ګمرکونو څه باندې ۷۰ میلیارده افغانۍ راټولې کړي. په داسې حال کې چې اسلامي امارت پر ځینو توکو د تعرفې له کمولو سره سره تر سلو میلیاردو افغانیو زیات عواید راټول کړي دي.

د بهرنیانو چارو کارپوه نبي هلمندي هم د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې ویلي دي: «د عامه افکارو برعکس، اسلامي امارت د فساد د مخنیوي او د شفافیت د زیاتوالي په خاطر د هیواد په ځینو برخو کې مثبت بدلونونه راوستلي دي».

هغه زياته کړه، چې په تېرو دوو کلونو کې نوي حکومت فاسد کسان لرې او ګوښه کړي، د کمېسيون کارکوونکي يې نيولي او په ډېرو ادارو کې يې روڼتيا رامنځته کړې ده.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اداري پلاوي لومړي مرستیال محمد یونس مهمند د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې له نېکه مرغه ستونزې تر ډېره حده راکمې شوې، په ګمرکونو او عوایدو کې اداري فساد له منځه تللی او د پانګوالو او صنعتکارانو امنیت تامین شوی دی.
https://avapress.com/vdcb9sb5arhbwwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته