کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مالیې ریاست:

د هېواد ګمرکونه به په الکترونیکي سکینرونو سمبال شي/ په ګمرکونو کې فساد صفر ته راښکته شوی

26 دلو 1402 ساعت 9:23

د مالیې وزارت چارواکي وايي، په ۱۲ ګمرکونو کې د الکترونیکي سکینرونو د نصبولو طرحه د اقتصادي کمېسیون له لوري تصویب شوې ده.


آوا - کابل: د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل د چهارشنبې په ورځ (د دلوې ۲۵مه) د آوا خبریال ته وویل چې د ۸ میلیارد افغانیو په ارزښت دغه سکینرونه به د هېواد په ګمرکونو کې نصب شي.

حقمل زياته کړه، چې د دغو سکنرونو له نصبولو يې موخه په ګمرکونو کې د معياري خدمتونو وړاندې کول، د فساد مخنيوى، په ګمرکونو کې د شفافيت، سرعت او موثريت رامنځته کول دي.

هغه زياته کړه، د برېښنايي سکنرونو په نصبولو سره د ګمرک عوايد په شفافه، دقيقه او چټکه توګه راټولېږي او د ممنوعه توکو د قاچاق مخه هم نيول کېږي.

د حقمل د څرګندونو پر بنسټ؛ ټاکل شوې چې دغه پروژه په دوو کلونو کې بشپړه شي او د هېواد دوه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

حقمل همداراز وویل چې د دغه وزارت په ادارو کې د فساد کچه صفر ته رسېدلې ده او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال له اداري فساد سره مبارزه د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه ده او د مالیې وزارت رهبري به یې په ښه توګه عملي کوي. په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت د جمهوري ریاست په پرتله له اداري فساد سره په مبارزه کې ډیر بریالی دی.

د اقتصادي چارو کارپوه محمد نبي افغان د آوا خبريال ته وويل چې د تېر کال د ګمرکونو د عوايدو راټولول وښودله چې اسلامي امارت د تېر حکومت په پرتله د روڼتيا په رامنځته کولو او له فساد سره په مبارزه کې زيات بريالی شوی دی.

هغه زیاته کړه، په تېرو شلو کلونو کې حکومت نه دی توانېدلی، چې له ګمرکونو څه باندې ۷۰ میلیارده افغانۍ راټولې کړي. په داسې حال کې چې اسلامي امارت پر ځینو توکو د تعرفې له کمولو سره سره تر سلو میلیاردو افغانیو زیات عواید راټول کړي دي.

د بهرنیانو چارو کارپوه نبي هلمندي هم د آوا له خبریال سره په مرکه کې ویلي دي: «د عامه افکارو برعکس، اسلامي امارت د فساد د مخنیوي او د شفافیت د زیاتوالي په خاطر د هیواد په ځینو برخو کې مثبت بدلونونه راوستلي دي».

هغه زياته کړه، چې په تېرو دوو کلونو کې نوي حکومت فاسد کسان لرې او ګوښه کړي، د کمېسيون کارکوونکي يې نيولي او په ډېرو ادارو کې يې روڼتيا رامنځته کړې ده.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اداري پلاوي لومړي مرستیال محمد یونس مهمند د آوا خبریال ته وویل چې له نېکه مرغه ستونزې تر ډېره حده راکمې شوې، په ګمرکونو او عوایدو کې اداري فساد له منځه تللی او د پانګوالو او صنعتکارانو امنیت تامین شوی دی.


د مطلب کود: 285894

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285894/د-هېواد-ګمرکونه-په-الکترونیکي-سکینرونو-سمبال-شي-ګمرکونو-کې-فساد-صفر-ته-راښکته-شوی

آوا
  https://www.avapress.com