د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په لارښوونه د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې په څلور لارې او نورو مهمو نقطو کې ۱۵ امنیتي کمرې نصب او له مرکزي دفتر سره وصل شوې.
افغان غږ خبری آژانس: د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل ښار کې امنیتي کمرې نصبېږي او په پام کې ده چې د کابل ښار په ټولو څلور لارو او مهمو ځایونو کې امنیتي کمرې نصب شي. دغه وزارت زیاته کړې، چې د دغه وزارت د پنځه کلن ستراتیژیک پلان مهمه برخه د کابل او د هېواد په نورو ښارونو کې د امنیتي کمربندونو نصبول دي./آریانا نیوز