د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په لارښوونه د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې په څلور لارې او نورو مهمو نقطو کې ۱۵ امنیتي کمرې نصب او له مرکزي دفتر سره وصل شوې.
د کابل په پنځلسمه ناحیه کې ۱۵ امنیتي کامرې نصب شوې
25 دلو 1402 ساعت 14:14
د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په لارښوونه د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې په څلور لارې او نورو مهمو نقطو کې ۱۵ امنیتي کمرې نصب او له مرکزي دفتر سره وصل شوې.
آوا: د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل ښار کې امنیتي کمرې نصبېږي او په پام کې ده چې د کابل ښار په ټولو څلور لارو او مهمو ځایونو کې امنیتي کمرې نصب شي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې د دغه وزارت د پنځه کلن ستراتیژیک پلان مهمه برخه د کابل او د هېواد په نورو ښارونو کې د امنیتي کمربندونو نصبول دي./آریانا نیوز
د مطلب کود: 285863