دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 285790
د افغانستان او ترکمنستان د مالیې چارواکو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د دوه ګوني مالیاتو د نه رسیدلو په اړه خبرې وکړې
د مالیې وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان او ترکمنستان د مالیاتو د چارواکو ترمنځ د خبرو اترو لومړی پړاو په کابل کې د دغه هېواد د سفیر په حضور کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه ګوني مالیاتو د نه رسیدلو په تړاو، د مالیې د پراختیا په اړه خبرې وشوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کابل کې د دغه هیواد د سفیر په حضور کې د افغانستان او ترکمنستان د مالیاتو د چارواکو ترمنځ د خبرو اترو د لومړی پړاو د ترسره کیدو خبر ورکړی دی.

په دې کتنه کې له دغه وزارت سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو مالیاتو د نه رسیدلو، د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د پانګونې د زیاتولو، د مالیې د نه اخېستلو د مخنیوي او په دې برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې وشوې.

د مالیې وزارت وايي، ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د مالیې د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د دغو خبرو اترو بل پړاو هم ترسره شي.
https://avapress.com/vdcgyn9xzak97u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته