کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او ترکمنستان د مالیې چارواکو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د دوه ګوني مالیاتو د نه رسیدلو په اړه خبرې وکړې

24 دلو 1402 ساعت 11:53

د مالیې وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان او ترکمنستان د مالیاتو د چارواکو ترمنځ د خبرو اترو لومړی پړاو په کابل کې د دغه هېواد د سفیر په حضور کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه ګوني مالیاتو د نه رسیدلو په تړاو، د مالیې د پراختیا په اړه خبرې وشوې.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کابل کې د دغه هیواد د سفیر په حضور کې د افغانستان او ترکمنستان د مالیاتو د چارواکو ترمنځ د خبرو اترو د لومړی پړاو د ترسره کیدو خبر ورکړی دی.

په دې کتنه کې له دغه وزارت سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو مالیاتو د نه رسیدلو، د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د پانګونې د زیاتولو، د مالیې د نه اخېستلو د مخنیوي او په دې برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې وشوې.

د مالیې وزارت وايي، ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د مالیې د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د دغو خبرو اترو بل پړاو هم ترسره شي.


د مطلب کود: 285790

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285790/د-افغانستان-او-ترکمنستان-مالیې-چارواکو-سوداګریزو-اړیکو-پر-پراختیا-دوه-ګوني-مالیاتو-نه-رسیدلو-په-اړه-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com