افغان غږ خبری آژانس: د لبنان اسلامی مقاومت په یوه بیانیه کښې اعلان وکړ: د الاقصی طوفان عملیاتو په ۱۲۷ ورځو کښې؛ د اکتوبر له اتمې نیټې څخه د فبرورۍ تر یولسمې نیټې پورې د صهیونیسټ رژیم پرضد زمونږ د عملیاتو شمیر ۱۰۱۳ ته ورسید.
د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ په غزې تړانګې کښې دفلسطین د ملت د ملاتړ په خاطر د لبنان او نیواکګرو سیمو په سرحدونو کښې د صهیونیسټی پوځیانو د اډو په خلاف عملیات ترسره کړی دی.
د لبنان د اسلامی مقاومت ځواکونو په خپلو وروستیو عملیاتو کښې په کفر شعبه کښې د رویت العلم اډه، د شعبه په میدانونو او د العباد اډه کښې جاسوسی تجهیزات په نښه کړل.
د لبنان حزب الله هم د الطیحات او جبل نصر په مثلث کښې د صهیونیسټی پوځیانو غونډه په راکټونو سره په نښه کړه.