کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لبنان حزب الله د صهيونېسټ رژيم په خلاف تر زرو زيات عمليات ترسره کړي دي

24 دلو 1402 ساعت 9:27

د لبنان حزب الله اعلان کړی دی چې دغه غورځنګ د غزې له جنګ څخه په ۱۲۷ ورځو کښې د صهیونیسټ رژیم پرضد ۱۰۱۳ فوځی عملیات ترسره کړی دی.


آوا: د لبنان اسلامی مقاومت په یوه بیانیه کښې اعلان وکړ: د الاقصی طوفان عملیاتو په ۱۲۷ ورځو کښې؛ د اکتوبر له اتمې نیټې څخه د فبرورۍ تر یولسمې نیټې پورې د صهیونیسټ رژیم پرضد زمونږ د عملیاتو شمیر ۱۰۱۳ ته ورسید.

د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ په غزې تړانګې کښې دفلسطین د ملت د ملاتړ په خاطر د لبنان او نیواکګرو سیمو په سرحدونو کښې د صهیونیسټی پوځیانو د اډو په خلاف عملیات ترسره کړی دی.

د لبنان د اسلامی مقاومت ځواکونو په خپلو وروستیو عملیاتو کښې په کفر شعبه کښې د رویت العلم اډه، د شعبه په میدانونو او د العباد اډه کښې جاسوسی تجهیزات په نښه کړل.

د لبنان حزب الله هم د الطیحات او جبل نصر په مثلث کښې د صهیونیسټی پوځیانو غونډه په راکټونو سره په نښه کړه.


د مطلب کود: 285768

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285768/د-لبنان-حزب-الله-صهيونېسټ-رژيم-په-خلاف-تر-زرو-زيات-عمليات-ترسره-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com