افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د دفاع وزارت نن دوشنبه (د دلوې ۲۳ مه) په ټولنیزه شبکه اکس کې لیکلی چې د دغه وزارت د لوی درستیز لومړی مرستیال الحاج مالی خان صدیق د یو سفر په ترڅ کې د پکتیا او خوست ولایتونو ته، د فرضي کرښې له پوستو څخه و، د پکتیا د ډنډ پټان او د خوست د ځاځي اریوب ولسوالیو څخه لیدنه وکړه.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو لیدنو پر مهال لومړي مرستیال د کارکوونکو د وړاندیزونو او ستونزو د حل ډاډ ورکړ.