کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ډیورنډ فرضي کرښې ته د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال سفر

23 دلو 1402 ساعت 14:40

د اسلامي امارت د دفاع وزارت وايي چې د دغه وزارت د لوی درستیز لومړي مرستیال پکتیا او خوست ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د ډیورنډ فرضي کرښې له پوستو څخه لیدنه وکړه.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د دفاع وزارت نن دوشنبه (د دلوې ۲۳ مه) په ټولنیزه شبکه اکس کې لیکلی چې د دغه وزارت د لوی درستیز لومړی مرستیال الحاج مالی خان صدیق د یو سفر په ترڅ کې د پکتیا او خوست ولایتونو ته، د فرضي کرښې له پوستو څخه و، د پکتیا د ډنډ پټان او د خوست د ځاځي اریوب ولسوالیو څخه لیدنه وکړه.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو لیدنو پر مهال لومړي مرستیال د کارکوونکو د وړاندیزونو او ستونزو د حل ډاډ ورکړ.


د مطلب کود: 285730

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285730/د-ډیورنډ-فرضي-کرښې-ته-ملي-دفاع-وزارت-لومړي-مرستیال-سفر

آوا
  https://www.avapress.com