دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 285584
د اسلامي همکاریو د سازمان د استازي او د تاجکستان د بهرنیو چارو د وزیر تر منځ د خبرو تمرکز له افغانستانه ملاتړ دی
د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي طارق علي بخیت د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سراج الدین مهرالدین سره وکتل او له افغانستان سره یې د مرستو په اړه خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي همکاریو سازمان د اعلامیې له مخې، دغه غونډه د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر ته د دغه سازمان د سرمنشي له لیکلي پیغام وروسته جوړه شوه.

د اسلامي همکاريو د سازمان په اعلاميه کې زياته شوې چې دغه غونډه د تاجکستان په دوشنبه ښار کې جوړه شوې وه.

په اعلامیه کې راغلي چې دواړو لورو د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا د پرېکړه لیکونو په چوکاټ کې د افغانانو د ملاتړ لپاره د هڅو په اړه خبرې وکړې.

د اسلامي همکاریو سازمان په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
https://avapress.com/vdch6mnik23n6md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته