کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي همکاریو د سازمان د استازي او د تاجکستان د بهرنیو چارو د وزیر تر منځ د خبرو تمرکز له افغانستانه ملاتړ دی

21 دلو 1402 ساعت 10:32

د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي طارق علي بخیت د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سراج الدین مهرالدین سره وکتل او له افغانستان سره یې د مرستو په اړه خبرې وکړې.


آوا - کابل: د اسلامي همکاریو سازمان د اعلامیې له مخې، دغه غونډه د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر ته د دغه سازمان د سرمنشي له لیکلي پیغام وروسته جوړه شوه.

د اسلامي همکاريو د سازمان په اعلاميه کې زياته شوې چې دغه غونډه د تاجکستان په دوشنبه ښار کې جوړه شوې وه.

په اعلامیه کې راغلي چې دواړو لورو د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا د پرېکړه لیکونو په چوکاټ کې د افغانانو د ملاتړ لپاره د هڅو په اړه خبرې وکړې.

د اسلامي همکاریو سازمان په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.


د مطلب کود: 285584

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285584/د-اسلامي-همکاریو-سازمان-استازي-او-تاجکستان-بهرنیو-چارو-وزیر-تر-منځ-خبرو-تمرکز-له-افغانستانه-ملاتړ-دی

آوا
  https://www.avapress.com