افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت دغه خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې د دغه وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور په خپل دفتر کې له یوه هندي پانګوال سره وکتل. په دې کتنه کې هندي پانګوالو په هېواد کې د پانګونې لپاره د شته فرصتونو او وضعیت په اړه خوښي څرګنده کړه.
ده وويل: افغانستان د پانګوالو لپاره ښه فرصتونه لري او د دغه هېواد د سرې، زرق او ډبرو سکرو په کانونو کې د پانګونې لپاره يې لېوالتيا څرګنده کړه.
په دې کتنه کې د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د هند د پانګونې د هڅو هرکلی وکړ او ویې ویل: هغه بهرني پانګوال چې غواړي د هېواد په کانونو کې پانګونه وکړي، د کانونو او پټرولیم وزارت چمتو دی چې تشویق کړي.
په داسې حال کې چې تر دې دمه د سیمې د هېوادونو په ځانګړي ډول د چین، روسیې، ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو پانګوالو د دغه هېواد په کانونو کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی، دا لومړی ځل دی چې یو هندی پانګه هم دې هېواد ته داخله شوې ده.