افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د دغه وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس رشید د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق له نوې مشرې کوبینا اسانتي سره وکتل.
په دې کتنه کې قاري محمد یونس رشید د ځوانانو د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې د دغه وزارت د فعالیتونو او پلانونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد په اوو زونونو کې د ځوانانو لپاره د انلاین سوداګرۍ پروګرامونه پلي کړي دي.
له بلې خوا په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مشر د اقتصاد د پیاوړتیا او ځوانانو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې د مالي او تخنیکي همکاریو ډاډ ورکړ.
له دې مخکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين د ځوانانو لپاره د بېلابېلو پروګرامونو د پيل خبر ورکړ.