کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: د هېواد په اوو زونونو کې د ځوانانو لپاره د انلاین سوداګرۍ پروګرامونه برابر شوي دي

20 دلو 1402 ساعت 12:41

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين دملګرو ملتو دسازمان له نوي رييس سره په کتنه کې وويل چې دغه وزارت دهېواد په اوو زونونو کې دځوانانو لپاره د انلاين سوداګرۍ پروګرامونه جوړ کړي دي.


آوا - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د دغه وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس رشید د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق له نوې مشرې کوبینا اسانتي سره وکتل.
 
په دې کتنه کې قاري محمد یونس رشید د ځوانانو د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې د دغه وزارت د فعالیتونو او پلانونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد په اوو زونونو کې د ځوانانو لپاره د انلاین سوداګرۍ پروګرامونه پلي کړي دي.
 
له بلې خوا په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مشر د اقتصاد د پیاوړتیا او ځوانانو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې د مالي او تخنیکي همکاریو ډاډ ورکړ.
 
له دې مخکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين د ځوانانو لپاره د بېلابېلو پروګرامونو د پيل خبر ورکړ.


د مطلب کود: 285562

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285562/د-اطلاعاتو-او-فرهنګ-وزارت-هېواد-په-اوو-زونونو-کې-ځوانانو-لپاره-انلاین-سوداګرۍ-پروګرامونه-برابر-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com