د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د پنجشېر ولایت په راغستان، کهسد او پریان ولسوالیو کې درې روغتیايي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه روغتیايي مرکزونه د روغتیا د انستیتوت په همکارۍ د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په هدف جوړ شوي دي. په پایله کې د پنجشیر ولایت په بېلابېلو سیمو کې د سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو له خوا پرمختیایي او زیربنایي پروژې پلې شوې دي.