د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د پنجشېر ولایت په راغستان، کهسد او پریان ولسوالیو کې درې روغتیايي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په پنجشېر کې درې روغتيايي مرکزونه جوړ شول
12 دلو 1402 ساعت 15:48
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د پنجشېر ولایت په راغستان، کهسد او پریان ولسوالیو کې درې روغتیايي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
آوا - کابل: د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه روغتیايي مرکزونه د روغتیا د انستیتوت په همکارۍ د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په هدف جوړ شوي دي.
په پایله کې د پنجشیر ولایت په بېلابېلو سیمو کې د سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو له خوا پرمختیایي او زیربنایي پروژې پلې شوې دي.
د مطلب کود: 285220