دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 285086
د کابینې د پنځلسمې دورې غونډه کې په بهر کې د افغان بندیانو پر خلاصون ټینګار وشو
د اسلامي امارت د کابینې په پنځلسمه غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د افغان بندیانو په اړه له هیوادونو سره خبرې وکړي او د هغوی د خلاصون لپاره کار وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د وزیرانو شورا مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابینې پنځلسمه غونډه د اسلامي امارت د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ جوړه شوه.

ویل کېږي چې په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د افغان بندیانو په اړه له نورو هېوادونو سره خبرې وکړي او د هغوی د خلاصون لپاره کار وکړي.

دغه راز په دې غونډه کې د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف په مشرۍ یوه پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې په هغو سیمو کې د کوچیانو ستونزې حل کړي چې تر ټولو زیاتې وچکالۍ پکې ځپلي دي او په راتلونکې ناسته کې یې بیاکتنه او راپور ورکړئ.
https://avapress.com/vdcevn8wpjh8v7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته