کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابینې د پنځلسمې دورې غونډه کې په بهر کې د افغان بندیانو پر خلاصون ټینګار وشو

10 دلو 1402 ساعت 15:33

د اسلامي امارت د کابینې په پنځلسمه غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د افغان بندیانو په اړه له هیوادونو سره خبرې وکړي او د هغوی د خلاصون لپاره کار وکړي.


آوا - کابل: د وزیرانو شورا مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابینې پنځلسمه غونډه د اسلامي امارت د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ جوړه شوه.

ویل کېږي چې په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د افغان بندیانو په اړه له نورو هېوادونو سره خبرې وکړي او د هغوی د خلاصون لپاره کار وکړي.

دغه راز په دې غونډه کې د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف په مشرۍ یوه پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې په هغو سیمو کې د کوچیانو ستونزې حل کړي چې تر ټولو زیاتې وچکالۍ پکې ځپلي دي او په راتلونکې ناسته کې یې بیاکتنه او راپور ورکړئ.


د مطلب کود: 285086

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285086/د-کابینې-پنځلسمې-دورې-غونډه-کې-په-بهر-افغان-بندیانو-پر-خلاصون-ټینګار-وشو

آوا
  https://www.avapress.com