افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مهاجرت نړیوال سازمان په ایکس چینل کې یوه لیکنه خپره کړې چې پکې راغلي، دغه مرسته به دوی وکولای شي چې له سخت ژمي سره مقابله وکړي.
د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې د هرات له زلزله ځپلو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
دغې ادارې پر هرې کورنۍ د ویشلو شویو مرستو اندازه نه ده یاده کړې.
د روان کال په نيمايي کې پرله پسې زلزلې د هېواد لوېديځ هرات ولړزاوه.
د روغتيا د نړيوال سازمان د شمېرو له مخې، په دغو زلزلو کې ١٤٨٢ کسان مړه او ٢١٠٠ نور ټپيان شوي دي.
دغه راز زلزلې د هرات په څو ولسواليو او ښارونو کې په سلګونو کورونه په بشپړه توګه ويجاړ کړي او په زرګونو خلک يې بې کوره کړي دي.