کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مهاجرت نړیوال سازمان په هرات کې له ۱۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرستې وویشل

10 دلو 1402 ساعت 15:29

د مهاجرت نړیوال سازمان په هرات کې له زلزلې ځپلو ۱۵۴۶ کورنیو سره د نغدي مرستو د ویش اعلان وکړ.


آوا - کابل: د مهاجرت نړیوال سازمان په ایکس چینل کې یوه لیکنه خپره کړې چې پکې راغلي، دغه مرسته به دوی وکولای شي چې له سخت ژمي سره مقابله وکړي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې د هرات له زلزله ځپلو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دغې ادارې پر هرې کورنۍ د ویشلو شویو مرستو اندازه نه ده یاده کړې.

د روان کال په نيمايي کې پرله پسې زلزلې د هېواد لوېديځ هرات ولړزاوه.

د روغتيا د نړيوال سازمان د شمېرو له مخې، په دغو زلزلو کې ١٤٨٢ کسان مړه او ٢١٠٠ نور ټپيان شوي دي.

دغه راز زلزلې د هرات په څو ولسواليو او ښارونو کې په سلګونو کورونه په بشپړه توګه ويجاړ کړي او په زرګونو خلک يې بې کوره کړي دي.


د مطلب کود: 285085

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285085/د-مهاجرت-نړیوال-سازمان-په-هرات-کې-له-۱۵۰۰-زلزله-ځپلو-کورنیو-سره-نغدي-مرستې-وویشل

آوا
  https://www.avapress.com