دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۷
د مطلب کود : 285018
د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختو واورو او ورښتونو احتمال اعلان کړ
د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی، چې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختو واورو او سیلابونو د ورېدو احتمال شته.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پوهنې ریاست نن او سبا (دوشنبه او سه شنبه د دلوې ۱۰مه) په بدخشان، تخار، کندز، بلخ، سمنګان، پروان، بغلان، پنجشیر، کاپیسا د لغمان او نورستان ولایتونو کې د اورښتونو احتمال اعلان کړی دی. 

د هوا پېژندنې ادارې د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د اورښت اندازه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو او د واورې اندازه له ۱۵ تر ۴۰ سانتي مترو پورې اټکل کړې ده.

پرون د روان هجري لمریز کال په ژمي کې د لومړي ځل لپاره د هېواد یو شمېر ولایتونه د واورې او بارانونو شاهد وو.

د يادونې وړ ده، چې د تېرو څو کلونو وچکالۍ له امله د واورو او بارانونو له امله د هېواد خلک خوښ وو.
https://avapress.com/vdcjvie8ouqeoyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته