کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختو واورو او ورښتونو احتمال اعلان کړ

9 دلو 1402 ساعت 16:17

د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی، چې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختو واورو او سیلابونو د ورېدو احتمال شته.


آوا - کابل: د پوهنې ریاست نن او سبا (دوشنبه او سه شنبه د دلوې ۱۰مه) په بدخشان، تخار، کندز، بلخ، سمنګان، پروان، بغلان، پنجشیر، کاپیسا د لغمان او نورستان ولایتونو کې د اورښتونو احتمال اعلان کړی دی. 

د هوا پېژندنې ادارې د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د اورښت اندازه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو او د واورې اندازه له ۱۵ تر ۴۰ سانتي مترو پورې اټکل کړې ده.

پرون د روان هجري لمریز کال په ژمي کې د لومړي ځل لپاره د هېواد یو شمېر ولایتونه د واورې او بارانونو شاهد وو.

د يادونې وړ ده، چې د تېرو څو کلونو وچکالۍ له امله د واورو او بارانونو له امله د هېواد خلک خوښ وو.


د مطلب کود: 285018

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285018/د-هوا-پېژندنې-ادارې-هېواد-په-۱۱-ولایتونو-کې-سختو-واورو-او-ورښتونو-احتمال-اعلان-کړ

آوا
  https://www.avapress.com