دخپریدو نیټه :شنبه ۷ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۶
د مطلب کود : 284877
ډنمارک د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۲.۲ میلیونه ډالره مرسته وکړه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (OCHA) اعلان وکړ، چې ډنمارک د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۵ میلیونه کرونر (۲.۲ میلیونه ډالره) مرسته کړې ده.
آږا: اوچا دغه مرسته په افغانستان کې د اړو کسانو د ژوند ژغورلو لپاره مهمه وګڼله.

اوچا د پنجشنبې په ورځ (دلوې ۵) وویل، چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې له افغانستان سره د ډنمارک ټولې مرستې ۳۶،۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلې دي.

د يادونې وړ ده، چې يادې ادارې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د پياوړتيا په موخه له ډنمارک څخه د ٦،٢ ميليونه ډالرو مرستې اعلان کړى و.
https://avapress.com/vdcbzab5zrhbwwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته