کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډنمارک د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۲.۲ میلیونه ډالره مرسته وکړه

7 دلو 1402 ساعت 14:56

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (OCHA) اعلان وکړ، چې ډنمارک د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۵ میلیونه کرونر (۲.۲ میلیونه ډالره) مرسته کړې ده.


آږا: اوچا دغه مرسته په افغانستان کې د اړو کسانو د ژوند ژغورلو لپاره مهمه وګڼله.

اوچا د پنجشنبې په ورځ (دلوې ۵) وویل، چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې له افغانستان سره د ډنمارک ټولې مرستې ۳۶،۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلې دي.

د يادونې وړ ده، چې يادې ادارې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د پياوړتيا په موخه له ډنمارک څخه د ٦،٢ ميليونه ډالرو مرستې اعلان کړى و.


د مطلب کود: 284877

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284877/ډنمارک-د-افغانستان-بشري-مرستو-له-صندوق-سره-۲-میلیونه-ډالره-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com