افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن (سه شنبه، دلوی ۳مه) د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له مستحقو بانکونو او د تبادلې او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
دې بانک لیکلي: "د اسعارو د لیلام داوطلبۍ کې د معاملې جزوي تصفیه اجازه نلري.
د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې د یوې ټاکلې مودې په اوږدو کې یو ځل د افغانستان بانک/د افغانستان مرکزي بانک ته د نغدو پیسو تحویل کړي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان مرکزي بانک تر دې مخکې د افغانۍ د ارزښت د ساتلو او ثبات په موخه په ميليونونو ډالر د ليلام له لارې پلورلي دي.