کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان مرکزي بانک ۱۶ میلیونه ډالره پلوري

3 دلو 1402 ساعت 15:14

د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی، چې سبا (چهارشنبه د زمري ۴مه) به د افغانۍ د ثبات او ارزښت د ساتلو په موخه ۱۶ میلیونه ډالره د لیلام له لارې وپلوري.


آوا - کابل: نن (سه شنبه، دلوی ۳مه) د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له مستحقو بانکونو او د تبادلې او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.

دې بانک لیکلي: "د اسعارو د لیلام داوطلبۍ کې د معاملې جزوي تصفیه اجازه نلري.

  د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې د یوې ټاکلې مودې په اوږدو کې یو ځل د افغانستان بانک/د افغانستان مرکزي بانک ته د نغدو پیسو تحویل کړي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان مرکزي بانک تر دې مخکې د افغانۍ د ارزښت د ساتلو او ثبات په موخه په ميليونونو ډالر د ليلام له لارې پلورلي دي.


د مطلب کود: 284753

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284753/د-افغانستان-مرکزي-بانک-۱۶-میلیونه-ډالره-پلوري

آوا
  https://www.avapress.com