افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر په کابل کې د اروپایی ټولنې له شارژدافیر آغلې رافیله ایودیس سره وکتل او ویې ویل: افغانستان په بېلابېلو برخو کې بنسټیزو مرستو ته اړتیا لری. د روغتیا، ښوونې او روزنې او زیربناوو جوړول.
د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه کې ليکلي دي: په دې کتنه کې رافيلا ايوديس له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو پر دوام ټينګار وکړ او ويې ويل چې اوس بشري مرستې اړمنو کورنيو ته رسېږي او هلته د اداري فساد په اړه اندیښنه نلري.
نوموړي همدا راز په افغانستان کې د امنیت له تامین څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې دوی توانیدلي چې یو شمېر ولایتونو ته په ارامه سفرونه وکړي او د خلکو وضعیت له نږدې وګوري.
د مېرمن ایودیس په وینا، افغانستان د اقلیم د بدلون یو له قربانیانو څخه دی چې د نړیوالې ټولنې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري ترڅو د اقلیم د زیانونو د مخنیوي لپاره له دغو هېوادونو سره لازمې مرستې وکړي.
نوموړي دغه راز د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د اړيکو د پراختيا غوښتنه وکړه.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وويل: "له افغانستان سره د روغتيا، پوهنې او د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو په برخو کې اساسي مرستې ته اړتيا ده."
نوموړي دغه راز په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له رول او له افغان کډوالو سره د مرستو له امله مننه وکړه او زياته يې کړه، چې اوس په افغانستان کې فساد نشته، د نشه يي توکو کښت او قاچاق پای ته رسېدلی، داعش ځپل شوى او پولې يې تر کنټرول لاندې دي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي، د پاکستان له خوا د افغان کډوالو جبري ایستل د ټولو قوانینو خلاف کار دی او موږ یې غندو.