کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان د زیربناوو په جوړولو کې له اروپايي ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه

2 دلو 1402 ساعت 12:00

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په کابل کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره په کتنه کې له افغانستان سره د روغتیا، پوهنې او د زیربناوو د جوړولو په برخو کې د اساسي مرستو غوښتنه وکړه.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر په کابل کې د اروپایی ټولنې له شارژدافیر آغلې رافیله ایودیس سره وکتل او ویې ویل: افغانستان په بېلابېلو برخو کې بنسټیزو مرستو ته اړتیا لری. د روغتیا، ښوونې او روزنې او زیربناوو جوړول.
 
د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه کې ليکلي دي: په دې کتنه کې رافيلا ايوديس له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو پر دوام ټينګار وکړ او ويې ويل چې اوس بشري مرستې اړمنو کورنيو ته رسېږي او هلته د اداري فساد په اړه اندیښنه نلري.
 
نوموړي همدا راز په افغانستان کې د امنیت له تامین څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې دوی توانیدلي چې یو شمېر ولایتونو ته په ارامه سفرونه وکړي او د خلکو وضعیت له نږدې وګوري.
 
د مېرمن ایودیس په وینا، افغانستان د اقلیم د بدلون یو له قربانیانو څخه دی چې د نړیوالې ټولنې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري ترڅو د اقلیم د زیانونو د مخنیوي لپاره له دغو هېوادونو سره لازمې مرستې وکړي.
 
نوموړي دغه راز د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د اړيکو د پراختيا غوښتنه وکړه.
 
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وويل: "له افغانستان سره د روغتيا، پوهنې او د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو په برخو کې اساسي مرستې ته اړتيا ده."
 
نوموړي دغه راز په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له رول او له افغان کډوالو سره د مرستو له امله مننه وکړه او زياته يې کړه، چې اوس په افغانستان کې فساد نشته، د نشه يي توکو کښت او قاچاق پای ته رسېدلی، داعش ځپل شوى او پولې يې تر کنټرول لاندې دي.
 
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي، د پاکستان له خوا د افغان کډوالو جبري ایستل د ټولو قوانینو خلاف کار دی او موږ یې غندو.


د مطلب کود: 284668

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284668/افغانستان-د-زیربناوو-په-جوړولو-کې-له-اروپايي-ټولنې-مرستې-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com