دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۶
د مطلب کود : 284645
پر شایطو برابر افغان بندیان د مقرراتو سره سم خپل هیواد ته لیږدول کیږي
د ایران د اسلامی جمهوریت د قضائیه قوې د نړیوالو چارو مرستیال او د بشری حقوقو د کمېشنرۍ مرستیال کاظم غریب آبادی د اسلامی امارت له قاضی القضات مولوی عبدالحکیم حقانی سره په کتنه کښې وویل: د افغانستان بندیان به په شرایطو برابر او د مقرراتو سره سم خپل هیواد ته لیږدول شوي."
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عدلیې وزارت د نړیوالو چارو مرستیال او د بشري حقونو د مرکزي دفتر سکرتر کاظم غریب آبادي چې د هېواد د عدلي او قضايي ارګانونو په بلنه او د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی دی، د شیخ عبدالکریم حقاني سره سره وکتل.

ويل کيږي چې په دغو ليدنو کې دواړو لورو په بيلابيلو موضوعاتو لکه : د افغانستان او ايران ترمنځ د شوي توافق له مخې د افغانستان زندانونو ته د مستحقو افغان بنديانو د ليږد، د بنديانو د ليږد په باب د ايران او افغانستان ترمنځ د شوي توافقنامې له مخې د غوښتنو د څيړنې د بهير د چټکتيا په باب خبرې اترې وکړې.

د ایران پرس په وینا، په همدې چوکاټ کې پرېکړه شوې چې افغان لوري به ټول بندیان زندانونو ته لېږدوي او هره قضايي پرېکړه به یوازې د بندیانو د انتقال په اړه د شوې هوکړې په چوکاټ کې کېږي.

له بلې خوا پرېکړه وشوه چې ژر تر ژره دې هېواد ته د څو ایراني بندیانو د لېږد زمینه برابره شي.

د يادونې وړ ده، چې د ايران قضايي پلاوي د اسلامي امارت د چارواکو په بلنه کابل ته سفر کړی، څو د بېلابېلو قضيو په اړه خبرې وکړي.
https://avapress.com/vdceee8wnjh8vpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته