کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران د قضائیه قوې مرستیال:

پر شایطو برابر افغان بندیان د مقرراتو سره سم خپل هیواد ته لیږدول کیږي

2 دلو 1402 ساعت 9:16

د ایران د اسلامی جمهوریت د قضائیه قوې د نړیوالو چارو مرستیال او د بشری حقوقو د کمېشنرۍ مرستیال کاظم غریب آبادی د اسلامی امارت له قاضی القضات مولوی عبدالحکیم حقانی سره په کتنه کښې وویل: د افغانستان بندیان به په شرایطو برابر او د مقرراتو سره سم خپل هیواد ته لیږدول شوي."


آوا - کابل: د عدلیې وزارت د نړیوالو چارو مرستیال او د بشري حقونو د مرکزي دفتر سکرتر کاظم غریب آبادي چې د هېواد د عدلي او قضايي ارګانونو په بلنه او د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی دی، د شیخ عبدالکریم حقاني سره سره وکتل.

ويل کيږي چې په دغو ليدنو کې دواړو لورو په بيلابيلو موضوعاتو لکه : د افغانستان او ايران ترمنځ د شوي توافق له مخې د افغانستان زندانونو ته د مستحقو افغان بنديانو د ليږد، د بنديانو د ليږد په باب د ايران او افغانستان ترمنځ د شوي توافقنامې له مخې د غوښتنو د څيړنې د بهير د چټکتيا په باب خبرې اترې وکړې.

د ایران پرس په وینا، په همدې چوکاټ کې پرېکړه شوې چې افغان لوري به ټول بندیان زندانونو ته لېږدوي او هره قضايي پرېکړه به یوازې د بندیانو د انتقال په اړه د شوې هوکړې په چوکاټ کې کېږي.

له بلې خوا پرېکړه وشوه چې ژر تر ژره دې هېواد ته د څو ایراني بندیانو د لېږد زمینه برابره شي.

د يادونې وړ ده، چې د ايران قضايي پلاوي د اسلامي امارت د چارواکو په بلنه کابل ته سفر کړی، څو د بېلابېلو قضيو په اړه خبرې وکړي.


د مطلب کود: 284645

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284645/پر-شایطو-برابر-افغان-بندیان-د-مقرراتو-سره-سم-خپل-هیواد-ته-لیږدول-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com