دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۰۵
د مطلب کود : 284621
افغان ځوان فوټبالر له ریال ماډریډ سره یوځای شو
د افغانستان د فوټبال ځوان لوبغاړی زمان محمدي چې له تېرو ۱۱ کلونو راهیسې د اسټرالیا په میلبورن ښار کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي، د هسپانیا د ریال ماډریډ کلب له بنسټیزې لوبډلې سره یوځای شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - د اسپانیا ریال ماډریډ کلب اعلان کړی چې دغه ځوان فوټبالر د ریال ماډریډ د تکړه سکاوټینګ لوبډلې لخوا استخدام شوی او هسپانیې ته بلل شوی دی.
 
دغه ځوان افغان په دې وروستیو کې د خپلو وړتیاو د ثابتولو لپاره د ریال ماډریډ د ټیم بنسټیزو تمریناتو ته داخل شوی دی.
 
ضامن محمدي چې په اصل کې د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ اوسیدونکی دی. هغه له 11 کلونو راهیسې د اسټرالیا په میلبورن کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي.
 
محمدي د فوټبال لومړنی افغان لوبغاړی دی چې د نړۍ د غوره کلب (ریال ماډریډ) لوبډلې ته بلل شوی دی.
https://avapress.com/vdcir5arzt1avq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته