کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ځوان فوټبالر له ریال ماډریډ سره یوځای شو

1 دلو 1402 ساعت 16:05

د افغانستان د فوټبال ځوان لوبغاړی زمان محمدي چې له تېرو ۱۱ کلونو راهیسې د اسټرالیا په میلبورن ښار کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي، د هسپانیا د ریال ماډریډ کلب له بنسټیزې لوبډلې سره یوځای شوی دی.


آوا - د اسپانیا ریال ماډریډ کلب اعلان کړی چې دغه ځوان فوټبالر د ریال ماډریډ د تکړه سکاوټینګ لوبډلې لخوا استخدام شوی او هسپانیې ته بلل شوی دی.
 
دغه ځوان افغان په دې وروستیو کې د خپلو وړتیاو د ثابتولو لپاره د ریال ماډریډ د ټیم بنسټیزو تمریناتو ته داخل شوی دی.
 
ضامن محمدي چې په اصل کې د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ اوسیدونکی دی. هغه له 11 کلونو راهیسې د اسټرالیا په میلبورن کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي.
 
محمدي د فوټبال لومړنی افغان لوبغاړی دی چې د نړۍ د غوره کلب (ریال ماډریډ) لوبډلې ته بلل شوی دی.


د مطلب کود: 284621

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284621/افغان-ځوان-فوټبالر-له-ریال-ماډریډ-سره-یوځای-شو

آوا
  https://www.avapress.com