دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۸
د مطلب کود : 284382
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست له ترکیې سره د علمي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
د لوړو زده کړو وزارت سرپرستې ندا ​​محمد ندیم د ترکیې له سفیر سینک اونل سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او فرهنګي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ندا محمد ندیم په کابل کې د ترکیې له سفیر جینک اونل سره وکتل. نوموړي د ګډو علمي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د علمي او څېړنيزو تجربو پر شريکولو يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او فرهنګي اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وکړ.

جینک اونال په خپله وینا کې د ترکیې او افغانستان ترمنځ د علمي او اکاډمیکو اړیکو تاریخي شالید ته په اشارې سره ژمنه وکړه چې د افغانستان د تعلیمي نظام د زیربنایي پروګرامونو په برخه کې به همکاري کوي.

له دې مخکې داسلامی امارت چارواکو له ترکیې سره دعلمی اړیکو په پیاوړتیا ټینګار کړی وو .
https://avapress.com/vdcc40qii2bq418.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته