کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست له ترکیې سره د علمي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

27 جدی 1402 ساعت 11:28

د لوړو زده کړو وزارت سرپرستې ندا ​​محمد ندیم د ترکیې له سفیر سینک اونل سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او فرهنګي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.


آوا - کابل: د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ندا محمد ندیم په کابل کې د ترکیې له سفیر جینک اونل سره وکتل. نوموړي د ګډو علمي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د علمي او څېړنيزو تجربو پر شريکولو يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او فرهنګي اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وکړ.

جینک اونال په خپله وینا کې د ترکیې او افغانستان ترمنځ د علمي او اکاډمیکو اړیکو تاریخي شالید ته په اشارې سره ژمنه وکړه چې د افغانستان د تعلیمي نظام د زیربنایي پروګرامونو په برخه کې به همکاري کوي.

له دې مخکې داسلامی امارت چارواکو له ترکیې سره دعلمی اړیکو په پیاوړتیا ټینګار کړی وو .


د مطلب کود: 284382

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284382/د-لوړو-زده-کړو-وزارت-سرپرست-له-ترکیې-سره-علمي-اړیکو-پر-پیاوړتیا-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com