دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۹
د مطلب کود : 284360
د سرپرست حکومت د کابینې غونډه؛ د ګاونډیو هیوادونو څخه اخراج شوي مهاجرینو ته باید کار پیدا شي
د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اسلامي امارت د کابینې په دیارلسمه غونډه کې د مهاجرینو عالي کمیسیون ته دنده وسپارل شوه چې د کارموندنې په برخه کې جدي اقدامات وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې د اسلامي امارت د کابینې دیارلسمه غونډه د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ غونډه ترسره شوه او په یو شمیر موضوعاتو بحث او لازم تصمیمونه ونیول شول.

د اعلاميه له مخې: په دې غونډه کې د مهاجرينو عالي کميسيون ته دنده وسپارل شوه چې د دندو د پيداکولو او په دې وروستيو کې د راستانه شويو مهاجرينو د نورو ستونزو د حل په خاطر دې جدي اقدامات وکړي.

په اعلاميه کې ويل شوي چې په دې غونډه کې د ټولګټو وزارت د تخنيکي مرستيال عبدالکريم فتحي په مشرۍ يو هيئت او د کابل ښاروالۍ، د ترانسپورت او هوايي چلند، د کليو پراختيا، کرنې او مالدارۍ وزارتونو د استازو په ګډون د اوبو لګولو او مالدارۍ او ښارجوړونې او کور جوړونې ریاست ته دنده وسپارل شوه چې په ولایتونو کې د لویو لارو، غاړو سړکونو او سړکونو حدود او اندازه مشخص کړي.

د کابینې په دې غونډه کې د فواید عامې وزارت موظف شو چې د سالنګ پر لویه لار د بار وړونکو موټرو ستونزې هوارې کړي او د حل لپاره یې مناسبه حل لاره ومومي.

د يادونې وړ ده، چې له پاکستان څخه د قانوني اسنادو پرته د کډوالو د ويستلو لړۍ دوام لري او هره ورځ سلګونه کډوال له دغه هېواده شړل کېږي.
https://avapress.com/vdciq5arut1avp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته