دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۹
د مطلب کود : 284106
د افغانستان د ویلچر باسکټبال ملي لوبډله د سعودي له لوبډلې سره سیالي کوي
د افغانستان د ویلچر باسکټبال ملي لوبډله سبا یکشنبه د جدی۲۴ مه د سعودي عربستان له لوبډلې سره لوبه کوي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه لوبه د کابل پر وخت د جدی په ۲۴ مه د یکشنبې په ورځ سهار ۸:۳۰ بجې پیلیږي.

د افغانستان د ویل چیر باسکیټبال ملي لوبډلې د جمعې په ورځ د اسیا پاسفیک سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د نیوزیلینډ لوبډلې ته د ۷۷-۳۷ په توپیر ماتې ورکړه.

د تایلنډ پلازمېنه بنکاک ښار د دغو سیالیو کوربه دی.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ویل چیر باسکټبال ملي لوبډله به د سعودي عربستان له لوبډلې سره تر لوبې وروسته له فلپین او متحده عربي اماراتو سره مخامخ شي.
https://avapress.com/vdcgzt9x3ak97q4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته