کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د ویلچر باسکټبال ملي لوبډله د سعودي له لوبډلې سره سیالي کوي

23 جدی 1402 ساعت 15:39

د افغانستان د ویلچر باسکټبال ملي لوبډله سبا یکشنبه د جدی۲۴ مه د سعودي عربستان له لوبډلې سره لوبه کوي.


آوا: دغه لوبه د کابل پر وخت د جدی په ۲۴ مه د یکشنبې په ورځ سهار ۸:۳۰ بجې پیلیږي.

د افغانستان د ویل چیر باسکیټبال ملي لوبډلې د جمعې په ورځ د اسیا پاسفیک سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د نیوزیلینډ لوبډلې ته د ۷۷-۳۷ په توپیر ماتې ورکړه.

د تایلنډ پلازمېنه بنکاک ښار د دغو سیالیو کوربه دی.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ویل چیر باسکټبال ملي لوبډله به د سعودي عربستان له لوبډلې سره تر لوبې وروسته له فلپین او متحده عربي اماراتو سره مخامخ شي.


د مطلب کود: 284106

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284106/د-افغانستان-ویلچر-باسکټبال-ملي-لوبډله-سعودي-له-لوبډلې-سره-سیالي-کوي

آوا
  https://www.avapress.com