دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 284063
د افغانستان د ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې د نیوزیلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه
د افغانستان د ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې د اسیا اوقیانوس په سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې د نیوزیلنډ د ویل چیر باسکټبال ملي لوبډلې ته د ۳۷-۷۷ په توپیر ماتې ورکړه.
افغان غږ خبری آژانس: په دې سیالیو کې افغانستان په ب ګروپ کې د نیوزیلنډ، سعودي عربستان، فلیپین او متحده عربي اماراتو له لوبډلو سره دی.

د افغان لوبغاړو راتلونکې لوبه له سعودي عربستان سره ده.

د پاریس د پارالمپیک لوبو لپاره د کوټې د ترلاسه کولو لپاره په دغو سیالیو کې یوولس هېوادونو ګډون کړی دی.

د افغانستان د پارالمپیک ویلچر باسکټبال د چارواکو په وینا دا لوبډله د اسیا په لسو غوره لوبډلو کې ده.
https://avapress.com/vdciq5arpt1avu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته