کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې د نیوزیلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

23 جدی 1402 ساعت 10:36

د افغانستان د ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې د اسیا اوقیانوس په سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې د نیوزیلنډ د ویل چیر باسکټبال ملي لوبډلې ته د ۳۷-۷۷ په توپیر ماتې ورکړه.


آوا: په دې سیالیو کې افغانستان په ب ګروپ کې د نیوزیلنډ، سعودي عربستان، فلیپین او متحده عربي اماراتو له لوبډلو سره دی.

د افغان لوبغاړو راتلونکې لوبه له سعودي عربستان سره ده.

د پاریس د پارالمپیک لوبو لپاره د کوټې د ترلاسه کولو لپاره په دغو سیالیو کې یوولس هېوادونو ګډون کړی دی.

د افغانستان د پارالمپیک ویلچر باسکټبال د چارواکو په وینا دا لوبډله د اسیا په لسو غوره لوبډلو کې ده.


د مطلب کود: 284063

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284063/د-افغانستان-ویلچر-باسکټبال-ملي-لوبډلې-نیوزیلنډ-ته-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com