افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس مصباح الدین مستعین نن چهارشنبه د جدی ۲۰ مه د
افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په کابل ولایت د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې په همکارۍ د دغه ولایت په پغمان او استالف ولسوالیو کې پر ۴۴۰۰ کسانو نغدي مرستې وویشل.
هغه زياته کړه، په پغمان ولسوالۍ کې پر هغو ١٦٠٠ کسانو چې د کار په بدل کې يې د ٢٠ ورځو لپاره کار کړى و، د هر تن لپاره ٦٩٣٤ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
هغه زياته کړه، چې د ستالف په ولسوالۍ کې پر هغو ٢٨٠٠ کسانو نغدي هم وېشل شوي، چې له ٢٠ ورځو لپاره يې کار کړى دى.
مصباح الدين مستعين وايي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ملي او نړيوالو بنسټونو په همکارۍ کار کوي، څو کروندګرو او خلکو ته د کار زمينه برابره کړي او له کروندګرو او بزګرانو ملاتړ وکړي.